به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

حبس او د هغه ډولونه د مکان له حیثه

سال

: 2020.09.21

ګروه ها

: قضا و څارنوالی

قیمت

: 500

تعداد صفات

: 44

کد فایل

: 136

مقطع

: لیسانس

 سریزه: لکه څرنګه چې جرم یوه ناوړه او نه منونکې پدیده ده، چې د ډېرو پخوا زمانو څخه تر اوسه پوري په هر وخت او ځای کې وجود لري، اوس هم وجود لري او په اغلب ګومان دا ناوړه پدیده به په راتلونکي کې هم وجود ولري، نو کله چې په ټولنه کې جرم رامنځته شي د هغې ټولنې عامه نظم مختل او ګډوډېږي، نو ددې لپاره چې دغه مختل شوی نظم بیرته اعاده شي، د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د هغوی د دولتونو د جوړښت مطابق و کشف عدلیې او قضایې ارګانونه جوړ شوي دي. نو په هغو هیوادونو کې چې د مرونو قوانینو درلودونکي دي او د روم‌جرمن حقوقي سیستم څخه پیروي کوي، په داسي حال کې چې د جرم کشف د پولیسو وظیفه ده او د تحقیق او تعقیب دنده د څارنوال وظیفه ده، نو کله چې یو جرم رامنځته شي نو پولیس هغه کشف کوي او مرتکب یې نیسي، بیا له هغه څخه څارنوال تحقیق او جزایی حکم کوي. نو کله چې متهم په جزا محکوم شي د متهم د جزا د تیرولو لپاره په هر هیواد کې د یادو محکومینو د ساتلو لپاره لپاره ځانګري ځایونه مختص شوي او جوړشوي دي، چې د محبس په نوم یادیږي. په پخوا وختونو کې د مجازاتو هدف یوازې انتقام اخیستل و؛ خو اوس مجازات د متهم د اصلاح او د ټولنې څخه د دفاع په هدف ترسره کیږي. که چيري په محبس کې د کورونو لپاره د تعلیم او تربیې صنعتي او حرفوي پروګرامونه جوړشي، نو په کوم وخت کې چې د جرم مرتکب د محبس څخه خلاصیږي، نو د ټولنې لپاره د یو سالم او په یو کار کې د مسلکي شخص په حیث وړاندې کيږي. چې هم به یې خپلې کورنۍ او هم به یې خپلې ټولنې ته ګټه رسیږي. او همدارنګه د جرم متشکله عناصرو ته هم توجه نه وه شوې، یعنې په جرم کې به د تخص اراده په نظر کې نه نیول کېده، حتی په دې مرحله کې به که چیري حیواناتو یو بل ته ضرر ورساوه، هغوی به هم مجازات کیدل. خو بیا وروسته پوهانو په دې اړه ډیرې لیکنې وکړي او تر یوه حده یې د عدالت د اصل په نظر کې نیولو سره مجازات یوازې د ازادي په درلودلو سره د تطبیق وړګڼل کیدل، که څه هم پخوا وختونو کې مختلف‌النوعه شدید مجازات په مجرمینو باندې تطبیق کیدل، یعنې د حبس جزا د ډېرې پخوا مودې څخه راهیسي موجوده ده. په هغه وخت کې د فرعي مجازاتو په توګه ترې ګټه اخیستل کېده او کومه اصلاحي او تنبیهي جنبه یې نه درلورده؛ خو بیا وروسته د نړۍ د پرمختګ سره سم علماوو د حبس جزا په توګه معرفي کړه او د هغې نه یې هدف اصلاحي او تنبیهي وو، یعنې مجرم باید تر هغه وخته په زندان کې وساتل شي ترڅو اصلاح او تربیه شي او همدارنګه ټولنه د جرایمو په وړاندې حمایت شي. خو په هر صورت دا تحقیق او څېړنه په دوو فصلونو کې ترتیب او لیکل شوې ده. په لومړي فصل کې د موضوع اړوند مفاهیم ترڅېړنې لاندې نیول شوي دي. لکه حبس، د حبس جزا، د حبس د جزا مشروعیت، د اسلامي شریعت له نظره د حبس د جزا ډولونه او داسي نور موضوعات تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. او په دویم فصل کې د حبس جزا د مکان له حیثه ترڅېړنې لاندې نیول شوې ده. چې یاد فصل دوه مبحثونه لري. په لومړي مبحث کې تنفیذي حبس تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوی او په دویم مبحث کې یې تعلیقي حبس تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوی دی.

.

 لړلیک

 عناوین                                                                                                                                     صفحې

لومړی فصل       1

مفاهیم او کلیات 1

لومړی مبحث: د حبس تعریف     2

دویم مبحث: د حبس د جزا اهداف          3

لومړۍ جز: د متهمینو په اړه        3

دویم جز: د محکومینو په اړه        3

درېیم مبحث: د حبس جزا او د اسلام لیدلوری       4

لومړۍ جز: د جزایی قوانینو د تطبیق څخه د اسلامي شریعت هدف  5

دویم جز: په اسلام کې د حبس بیلګی        6

درېیم جز: حبس د قران له نظره    6

څلورم مبحث: د اسلامي شریعت له نظره د حبس ډولونه      8

پنځم مبحث: د حبس مختلف رژیمونه      9

لومړی جز: جمعی حبس رژیم      9

دویم جز: منزوی حبث    12

دویم - د منزوي حبس تطبیق په فرانسه کي           14

څلورم- د منزوي حبس معایب      16

پنځم جز: د مختلط حبس رژیم     17

شپږم مبحث: د محبسونو عمومي شرایط    18

لومړی جز: په محبس کې دسپلیني شرایط  19

دویم جز: په محبس کې روغتیايي صحي شرایط       20

درېیم جز: په محبس کې د کار شرایط       21

دویم څپرکی      23

د حبس ډولونه د مکان له حیثه     23

لومړی مبحث: تنفیذي حبس       24

لومړی جز: تنفیذي حبس مجازات 24

دویم جز: د افغانستان د جزا په قانون کې تنفیذي احکام     25

درېیم جز: د تنفیذ توقیفي ځای   25

څلورم جز: د تنفیذ له ورځ څخه د حبس محاسبه    26

پنځم جز: د تنفیذي حکم تاجیل   27

شپږم جز: تنفیذي بند ته د توقیف د مودې اړول    29

اووم جز: د نغدي جزا د حکم د تنفیذ تعلیق           30

دویم مبحث: تعلیقي حبس          30

لومړی جز: د افغانستان د جزا په قانون کې تعلیقي احکام     32

دویم جز: د جزا په کود کې د تعلیقي حکم تنفیذ    32

درېیم جز: د نغدي جزا د حکم د تنفیذ تعلیق         33

څلوم جز: د تعلیقي حبس بدیل     33

پایله      36

اخذلیکونه         38

 

اخذلیکونه

1         باقری، صادق، (۱۳۹۰). ضمانت اجرای نقض حقوق بشر در حقوق جزای افغانستان، رساله دکتری دانشگاه شهید بهشتی.

2        باهری، محمد وداور، میرزاعلی اکبرخان،1380، نگرشی بر حقوق جزای عمومی، تهران، مجمع علمی و فرهنگی مجد.

3        دانش، پوهاند حفیظ الله، (۱۳۸۸). جزا شناسي، کابل: IDLO.

4        رسولي، محمد اشرف. (۱۳۹۴). شرح توضیح قانون اجراآت جزایی، کابل: انتشارات وزارت عدلیه.

5        شمس ناتری، محمدابراهیم، (1392). قانون مجازات اسلام در نظم کنونی، جلد اول، تهران: انتشارات میزان.

6        صالحی، محمد شفیع، (۱۳۹۴). اصول محاکمات جزایی، کابل: ناشر، انتشارات مستقبل.

7         علامه، غلام حیدر، (۱۳۹۴). اصول محاکمات جزایی در افغانستان، کابل: انتشارات سعید.

8        علم استانکزی، ظریف، (۱۳۸۷). قاموس اصطلاحات حقوقی، کابل: انتشارات  ماکس پلانک.

9        کریمی، عبدالوهاب، (۱۳۹۱). حقوق جزای اختصاصی، جرایم علیه اشخاص، کابل: انتشارات دانشگاه ابن‌سینا.

10    ګودرزی. محمد رضا، (۱۳۸۶). تاریخ تحولات زندان، تهران: انتشارات میزان.

11     محمودی، فیروز، (۱۳۹۰). حقوق جزای اختصاصی افغانستان، کابل: انتشارات ماکس پلانک.

12     نذیز، پوهندوی داد محمد، (۱۳۹۰). حقوق جزای عمومي اسلام، کابل: انتشارات رسالت.

13     قانون تشکیل و صلاحیت څارنوالی، (1392). ناشر، وزارت عدلیه.

14     قانون اساسی افغانستان، (1382). ناشر، وزارت عدلیه.

15     قانون اجراأت جزایی، (1393). وزارت عدلیه.

16    قانون، د محابسو او توقیف ځایونو، کابل: عدلیی وزارت.

17     کود جزا افغانستان، (1386). ناشر: وزارت عدلیه.

18     ماهنامه عدالت، (1389). شماره30،64 عقرب، ارگان نشراتی وزارت عدلیه جمهوری اسلامی افغانستان.

19     Postwako, Robert, Towards an Islamic Critique of Capital Punishment, 1 UCLA Journal of Islamic and Near Eastern Law (2002).

20    Kamali, Mohammad Hashim, Law in Afghanistan: A Study of the Constitution, Matrimonial Law, and the Judiciary (Leiden: E.J. Brill, 1984).

21     International Legal Foundation, The Customary Laws of Afghanistan (2004).

22     Gholami, Hossein, Basics of Afghan Law and Criminal Justice (Max Planck Institute, 2007).

23     Faiz Ahmed, Judicial Reform in Afghanistan, 29 Hastings Int’l & Comp. Law Review 93.

24    Alexander K. Bernard et al., An Introduction to the Law of Afghanistan, (2008).

25     USAID, Afghanistan Rule of Law Project, Field Study of Informal and Customary Justice in Afghanistan, April 2005.

26    Robert Rotberg, Building a New Afghanistan, Brookings Institution Press, 2007.

27     Joel Hafvenstein, Opium Season: A year on the Afghan Frontier, The Lyons Press, 2007.

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059